Friday 22 June 2012

Anwaruddin


(د وطن ګيله)
خپل دزړه په وينو زه ليکم اشعار  *   خپلی ګيلي درته ليکم په شنه سهار
پرما ولي وشو ظلم داغيار  *    زما غريب نسته په ژوند کي نن غمخوار
ولي زه يم دې مشکل کي ګرفتار 
*  چي له هر چامي خوړلي زوز وخار
ولي سومه دغليم دمرمۍ ښکار
* ولي وسو پر ما دغه شديد وار
ددي وار سره دستي سومه بيمار
* زما پر زړه باندي يي جوړ کړ لوي پرهار
اوس يم پاته ،يم دبل داوږو بار
*  بل څوک هم نسته چي پورته کړي ما خوار
ولي زما سره نن وسو داکردار
* چي په ژوند کي دهر چا سوم منتبار
خپل
و بچيانو کړم غليم ته زه غوځار * په خپله خوله درته کوم دغه اقرار
چي دچا سره بچي نه ځي پر لار
* ور به نکړي ژوند کي څوک ده ته وقار
زه اوس يم دهغو شپو په انتظار
 * چي يو بل احمد دنيا ته کړم اشکار
يا وبل ميرويس ته يم سترګي په لار
* دغيرت چي يي هرځاي کيده ګفتار
يا دبل داسي بچي کړم انتظار
* چي يي وو ابيات ليکلي چل هزار
دادب تر څنګ يي وو غيرت بي شمار
* وو دښمن سره يي رزم دتلوار
که مي اوس بچي ښکاره کړي ننګ و عار
* څوک به ولي زمانه وړي زما آثار
ډير شتمن وو پخوا زما دغه دربار
* زښت حيران وو راته تللي سره کفار
له هغه وخته وه تږي زما دوار
* ولي بخت يي نه کاوه هغه وخت کار
دبچو چي مي نيتونه سوه
بیکار  * هغه دم يي عزم وکړ زما دښکار
 نور دڅه شي درته وکړمه اظهار
* لنډه دا چي دخپل ژونده شوم بيزار
 دا چي زما سره نن څه کيږي رفتار
* دخپلو بچو له لاسه پروت يمه پرنار
دا بې عاره بچي څه کوم بې شمار
* چي وي تل ما ته زما دتندي عار
کم بچي چي په ټول نه وي موراوپلار
* ((عزيزي)) هم هميشه دي ترې بيزار
ترتېب کونکۍ انوارالدین همت
Prepared by Anwaruddin Himmat

No comments:

Post a Comment