(د وطن ګيله)
خپل دزړه په وينو زه ليکم اشعار * خپلی
ګيلي درته ليکم په شنه سهار
پرما ولي وشو
ظلم داغيار * زما غريب نسته په ژوند کي نن غمخوار
ولي زه يم دې مشکل کي ګرفتار * چي له هر چامي خوړلي زوز وخار
ولي سومه دغليم دمرمۍ ښکار * ولي وسو پر ما دغه شديد وار
ددي وار سره دستي سومه بيمار * زما پر زړه باندي يي جوړ کړ لوي پرهار
اوس يم پاته ،يم دبل داوږو بار* بل څوک هم نسته چي پورته کړي ما خوار
ولي زما سره نن وسو داکردار * چي په ژوند کي دهر چا سوم منتبار
خپلو بچيانو کړم غليم ته زه غوځار * په خپله خوله درته کوم دغه اقرار
چي دچا سره بچي نه ځي پر لار * ور به نکړي ژوند کي څوک ده ته وقار
زه اوس يم دهغو شپو په انتظار * چي يو بل احمد دنيا ته کړم اشکار
يا وبل ميرويس ته يم سترګي په لار * دغيرت چي يي هرځاي کيده ګفتار
يا دبل داسي بچي کړم انتظار * چي يي وو ابيات ليکلي چل هزار
دادب تر څنګ يي وو غيرت بي شمار * وو دښمن سره يي رزم دتلوار
که مي اوس بچي ښکاره کړي ننګ و عار* څوک به ولي زمانه وړي زما آثار
ډير شتمن وو پخوا زما دغه دربار* زښت حيران وو راته تللي سره کفار
له هغه وخته وه تږي زما دوار* ولي بخت يي نه کاوه هغه وخت کار
دبچو چي مي نيتونه سوه بیکار * هغه دم يي عزم وکړ زما دښکار
نور دڅه شي درته وکړمه اظهار * لنډه دا چي دخپل ژونده شوم بيزار
دا چي زما سره نن څه کيږي رفتار* دخپلو بچو له لاسه پروت يمه پرنار
دا بې عاره بچي څه کوم بې شمار* چي وي تل ما ته زما دتندي عار
کم بچي چي په ټول نه وي موراوپلار* ((عزيزي)) هم هميشه دي ترې بيزار

ترتېب کونکۍ انوارالدین همت
Prepared by Anwaruddin Himmat
No comments:
Post a Comment